د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف نن په قرغزستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې په خپله وینا کې وویل، تر هغه چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستانیو او د نورو هېوادونو د وګړو پر ضد کار اخلي، د تلپاتې سولې ترلاسه کول به لا د دوی له لاسرسي لرې وي.
شریف وايي، اسلاماباد د یوه سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی، خو وسله وال باید د دې هېواد خاوره ونه کاروي.
د هغه په وینا، ترهګري لا هم له هغو سترو ګواښونو څخه ده چې سیمه اغېزمنوي، او پاکستان په فعاله توګه هڅه کړې چې د دې پدیدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې سیمهییزه همکاري پیاوړې کړي.
هغه زیاته کړه چې ډېر لږ داسې هېوادونه شته چې له ترهګرۍ سره یې د پاکستان په څېر په دومره قاطعیت مبارزه کړې وي.
شهباز شریف وویل چې په تېرو دوه نیمو لسیزو کې په پاکستان کې له ۹۰زرو څخه ډېر کسان د ترهګرۍ قرباني شوي او د دغه هېواد اقتصاد ته د ۱۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت زیانونه اوښتي دي.
هغه زیاته کړه: “دا قربانۍ یوازې د پاکستان لپاره نه وې، بلکې د یوې لا خوندي او باثباته سیمې د رامنځته کولو او له سیمې هاخوا د امنیت د تأمین لپاره ترسره شوې دي.”
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د دې سازمان د غونډې په وروستۍ ورځ یوه اعلامیه خپره کړه.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت جوړول په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو یوازېنۍ لار ده.
خو طالبان وايي، حکومت یې ټولشموله دی او مخالفانو سره خبرې اړینې نه بولي.