پخوانۍ افغان لوبغاړې د نړۍ د مشهورو څېرو په نوملړ کې راغلې

د فوټبال نړیوال جام په درشل کې ملګرو ملتونو د نړۍ د فوټبال د ۱۶ مشهورو څېرو یو نوملړ خپور کړی چې په‌کې د “فوټبال د موخو اتلان” په نوم یاد شوی، او د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل هم په‌کې شامله ده.

ملګرو ملتونو د دغه پروګرام موخه د فوټبال د مشهورو ستورو د پېژندلو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ موخو په اړه د پوهاوي زیاتوالی ښودلی څو د خلکو لپاره د یوې غوره راتلونکې ملاتړ وکړي.

د یاد بنسټ د دوامداره پرمختګ موخې چې په ۲۰۱۵کال کې ټاکل شوې شمېر یې ۱۷ ته رسېږي چې تر ۲۰۳۰کال پورې باید پوره شي.

په دغه موخو کې د بې‌وزلۍ له‌منځه وړل، د لوږې کمول، د زده‌کړو زمینې برابرول، د جنسیت برابرۍ رامنځته کول، د اقلیم او چاپېریال ساتنه، د روغتیایي سیسټم رغول او د سولې او عدالت ټینګښت دی.

د پوپل تر څنګ د فوټبال له نړۍ څخه نورې مشهورې څېرې د اېټالیا نامتو روزونکی کارلو انچلوتي او د ارجنټاین پخوانی ستوری جاویر زانیتي هم په دغه نوملړ کې شامل دي.

هغه چې کلونه یې د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال د ودې او د ښځینه ورزشکارانو د حقونو د دفاع لپاره کار کړی؛ اوس په نړۍواله کچه د لوبو په ډګر کې او د نړۍ له اغېزمنو څېرو ګڼل کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply