د بدخشان لپاره د طالبانو والي وایي، د افغانستان خلک اوس ازاد دي او هېڅوک دې د ازادۍ په نوم بیا جګړې ته نه هڅوي.
مولوي رحمتالله نجیب ویلي، هغه ازادي چې د ده په وینا افغانانو غوښتله، ترلاسه شوې او باید له تېرو تجربو څخه درس واخیستل شي.
نجیب ادعا وکړه: “بدخشان امن دی او خلک کولی شي په ډاډه زړه په دغه ولایت کې ژوند وکړي.”
هغه خبرداری ورکړ، که هر څوک د طالبانو د حکومت پر وړاندې اقدام وکړي، په نطفه کې به خنثی شي.
ياد والي دغه راز ادعا کړې چې د هېواد هېڅ سیمه د طالبانو له کنټروله بهر نه ده.
نجیب ویلي، د بدخشان د امنیت په اړه خپرېدونکي راپورونه تشې اوازې بللې او ادعا یې کړې چې ځینې رسنۍ له دروغو پرته بل څه نه لري.
یاد والي داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې همدا نن سهار د بدخشان د فیضاباد ښار په شپږمه ناحیه کې پر چاودېدونکو توکو بار موټرسایکل چاودلی او د طالبانو استخباراتي کارکوونکي یې هدف ګرځولي دي.
په دې چاودنه کې د طالبانو د استخباراتو غړی صفيالله متوکل سخت ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
خو د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.