طالبان د بګرام هوايي ډګر په صنعتي پارک بدلوي

3 Min Read

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وايي، طالبان د بګرام په څېر لوی هوايي ډګر ته اړتیا نه لري او د دوی په منځ کې بحثونه روان دي چې دغه اډه د فابریکو په یوه ساحه بدله شي.

هغه له «راشا ټوډې» سره په مرکه کې ویلي: “بګرام د افغانستان د نورو برخو په څېر دی. د بګرام، کندهار او هرات ترمنځ هېڅ توپیر نشته. بحثونه روان دي چې بګرام په یوه فابریکوي ساحه بدل شي. دا زموږ په حکومت کې مطرح ده. زموږ د چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي.”

مهاجر فراهي په دې مرکه کې چې پرون خپره شوې، ویلي چې د بګرام هوايي ډګر د امریکا او نورو هېوادونو له خوا د خپلو ګټو لپاره جوړ شوی، خو ټینګار یې کړی چې طالبان به هېڅکله له کوم هېواد سره د دې اډې په اړه معامله ونه کړي.

فراهي څو میاشتې وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو د غوښتنې په غبرګون کې ویلي: “ټرمپ پوهېږي چې د اسلامي امارت چارواکي به له هغوی سره معامله ونه کړي او کله ناکله داسې خبرې کوي، څو د نړۍ نورې مسئلې له پامه وغورځوي.”

هغه همداراز ویلي چې طالبان له ټولو ګاونډیو، سیمه‌ییزو او د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او له بېلابېلو هېوادونو سره د پوځي تړونونو لاسلیکولو ته چمتو دي.

فراهي وايي، له روسیې سره پوځي تړون د افغانستان د موجودو تجهیزاتو د بیا رغونې لپاره لاسلیک شوی او دغه تړون د نورو هېوادونو پر زیان نه دی.

فراهي، په داسې حال کې چې ویلي یې دي طالبان د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي، له امریکا یې غوښتي چې پر دغه تړون ژمنه پاتې شي او د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو او فشارونو سیاست پای ته ورسوي.

فراهي ادعا کړې چې د افغانستان عادي وګړي له اوسني وضعیت څخه خوښ دي، ځکه په هېواد کې امنیت ټینګ شوی، مرکزي حکومت شته، نشه‌یي توکي درول شوي او لویې پروژې روانې دي.

خو هغه تایید کړې چې په افغانستان کې د بېکارۍ په ګډون ځینې ستونزې لا هم شته او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره هڅې روانې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply