د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د واکمنو وسلهوالو طالبانو غړو د نامناسب حجاب په تور څه باندې ۶۰ ښځې نیولې دي.
د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي وايي، د افغان ښځو کړاوونه دوام لري او طالبان لا هم د ښځو پر وړاندې خپلو محدودیتونو او فشارونو ته دوام ورکوي.
مېرمن کوفي ادعا کړې چې په تېرو دوو ورځو کې لسګونه ښځې په هرات کې نیول شوې او د طالبانو له لوري توقیف ته لېږدول شوې دي.
هغه زیاتوي، د طالبانو دغه اقدامات د ښځو پر وړاندې د روانو فشارونو برخه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې جګړه لا هم روانه ده.
کوفي د هرات له اوسېدونکو غوښتي چې د فشارونو او محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغې په وینا، د ځپنې پر وړاندې نافرماني غوره کړي.
اخوا د هرات یوشمېر ښځو او اوسېدونکو په یوې اعلامیه کې د طالبانو له لوري پر ښځو د چادرۍ د اغوستلو جبري کول ناانصافي او له کرکې ډک اقدام بللی دی او د د دوی په باور، د طالبانو خپلسري بندیزونه او د ټولنیزو اصولو افراطي تعبیرونه د هرات له تاریخي او کلتوري ارزښتونو سره هېڅ اړخ نهلګوي.
په ورته مهال، د هرات یوشمېر اوسېدونکو ویلي، طالبانو د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د حجاب په پلمه د ښځو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي او په وینا یې، طالبانو یوازې د دې ښار د نخودبریزۍ په سړک کې تر ۲۰ ډېرې ښځې نیولې دي.
دوی وايي، د طالبانو مامورین په لاسونو کې لرګي لري او هغه ښځې نیسي چې د دوی د خوښې حجاب یې نه وي کړی. د شاهدانو په وینا، ښځو د نیول کېدو او تلاشۍ پرمهال مقاومت کاوه او چیغې یې وهلې.