حامد کرزی: پاکستان دې پر خپلو سیاستونو غور وکړي

2 Min Read

د افغانستان پخواني ولسمشر پر کونړ او هلمند د پاکستان د تېرې بریدونه غندلي او پاکستاني چارواکو یې غوښتي څو د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو او پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای دې پر خپلو سیاستونو غور وکړي.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه لیکلي: “په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.”

کرزي له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.

پخواني ولسمشر د پاکستان بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د دغه هېواد له ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده.

پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن سهار ادعا کړې چې د غضب للحق عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا بریدونه د کره استخباراتي معلوماتو پربنسټ شوي او د افغانستان په دوو بېلابېلو سیمو کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ټي‌ټي‌پي، بلوڅ وسله‌والو ډلو او د هغوی د متحدانو له لوري د پټنځایونو او عملیاتي مرکزونو په توګه کارېدل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویې زېرمې هم له‌منځه وړل شوې او ادعا یې چې دغه بریدونه په کره ډول ترسره شوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په‌کې احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وړاندې ویلي چې پاکستاني الوتکو د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمه او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمه بمبار کړې ده.

مجاهد ویلي، په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي، ۱۱ ټپیان شوي او درې کورونه نړېدلي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply