د افغانستان د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزیر وايي، وسلهوال طالبان دې د افغانستان د ورانولو او وژنو په خاطر له افغانانو بخښنه وغواړي.
فضل احمد معنوي د طالبانو د مشر د اختریز پیغام په غبرګون کې ویلي، د افغانستان قضیه یوازې د بخښنې په نوم په یوه تعارفي کلمه نه حل کېږي، بلکې طالبان باید د هېواد د ورانولو، ډلهییزو وژنو او د خلکو د ازادیو د محرومیت له امله حساب ورکړي.
هبتالله په خپل اختریز پیغام کې یوځل بیا د دې ډلې مخالفانو ته بلنه ورکړې وه چې د عمومي بخښنې له فرصته په استفادې افغانستان ته بېرته ستانه شي.
معنوي په خپل اېکسپاڼه کې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې “نن څوک د چا د عفوې صلاحیت لري؟” لیکلي دي: “حق له کوم لوري سره و او ظلم د چا لخوا د دې خاورې پر خلکو وتپل شو؟ چا د زرګونو بېګناه انسانانو د وینو په تویولو سره هېواد د ورانۍ، فقر او بحران پر لور سوق کړ او د شریعت په نوم یې د وېرې، جبر او انحصار فضا تحمیل کړه؟”
هغه زیاته کړې چې نن د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه مطرح ده چې په حقیقت کې څوک باید بل څوک وبخښي.
فضلاحمد معنوي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د پراخې کډوالۍ په اړه وویل: “ملا هبتالله لږ تر لږه په دې حقیقت پوهېږي چې هجرت د ظلم، تنګسیا او بېعدالتۍ له امله رامنځته کېږي، نه د کفر له امله. زرګونه انسانان مجبور شول خپل کورونه پرېږدي، او که زمینه برابره شي، لا ډېر خلک به د هجرت لاره خپله کړي.”
معنوي له هبتالله وغوښتل چې له ځانه وپوښتي، ولې د خلکو یوه لویه برخه، سره له ټولو ستونزو، په ایران او پاکستان کې ژوند د طالبانو تر واک لاندې ژوند ته ترجیح ورکوي.