د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د برښنا شرکت رئیس په کابل کې یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې په یوشمېر سیمو کې د برښنايي مزو د تېرېدو پر وړاندې له خنډونو پرده پورته کړه.
امانالله غالب وايي، د کابل د ترهخېلو په سیمه کې د ملاترهخېل کسانو به برښنا پټوله او د ده له هڅو سره سره دغه ستونزه حل نهشوه.
غالب وویل: “زه خپله ملاترهخېل ته لاړم چې د برښنا ستونزه حل شي، خو متاسفانه هغه د مدرسې د برښنا بل نه و ورکړی، نو د برښنا د پټولو موضوع یې هم حل نهکړه. د ترهخېل کسانو څو څو ځله زمونږ کارکوونکي وهلي ډبولي هم دي. د ملاترهخېل یو کس راته وویل چې زمونږ ښځې هم برقیانې شوي دي، د ماښام پر مهال په خپله د برښنا مزو کې لینونه اچوي او برښنا ترلاسه کوي. متاسفانه دا ستونزه حل نهشوه.”
د برښنا شرکت پخواني رئیس دغه راز د کابل په هوتخېلو کې هم له یوې ستونزې پرته پورته کړه چې د دوی پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي وو.
غالب وايي: “مونږ غوښتل چې د ترهخېلو له سیمې برښنا د پلچرخي صنعتي پارکونو ته ورکړو چې د برښنا ستونزه یې راکمه کړو، خو هوتخېلو لاریون وکړ او په فابریکو کې بریدونه وکړل. دوی ویل چې برښنا زمونږ له سیمې تېرېږي او مونږ ته یې نه راکوئ. متاسفانه د دولت زور نه رسېده.”
د برښنا شرکت دغه پخواني چارواکي له کابله څخه کندهار ته د برښنا د مزو د تېرېدو کیسه هم وکړه چې په میدان وردګو کې د دې پروژې پر وړاندې ستونزې رامنځته شوې.
هغه وویل: “له میدان وررګو مو د برښنا مزي تېرول چې خلکو مخالفت وښود چې زمونږ د چینار ونې دي او دا داسې ونې دي چې تخمي دي او راتلونکې کې ډېرېږي، او که تاسو یې وهئ نو استملاک یې کړئ او پیسې یې راکړئ. جنجال زیات شو او خبره تر ولسمشر ورسېده، کمېټه وټاکل شوه، د پنځو زرو افغانیو چینارو بیه یې یولک افغانۍ وټاکله، بلاخره کمېټې د هر چینار ونې بیه پنځوس زره افغانۍ وټاکله چې ټولې پنځوس ونې وې. کار روان و، خو څو ورځې وروسته کار بېرته ودرېده، په دې درېیو ورځو کې یې د سلو چینارونو ونې قلمه کړې وې او کرلې وې، راغلل مونږ ته یې وویل چې هغه مو پنځوس زره افغانۍ واخیستې، نو د دې به زر زر افغانۍ راکړئ، کمېټې ته لاړو، ورته مو وویل چې دوی قصداً تازه کرلې دي. تر دې حده مونږ له خلکو سره په تکلیف کې وو.”
د راپورونو پر بنسټ، په تېر جمهوري نظام کې د هوتخېلو ولسونو د برښنا بلونه نه تحویلول، خو د امارت په بیا راتګ سره ځینو یې منلې چې بلونه تحویل کړي، خو ویل کېږي چې پر ځینو یې برښنا پرې کړې ده.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې له یوشمېر زورواکو د برښنا پورونه هم ترلاسه کړي دي.