د خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو په کابل کې د “راه فردا” تلوېزيون پر بیا تړل کېدو او د امتیاز خاوند، سلمان اخلاقي پر نیول کېدو اندېښنه څرګنده کړه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د وږي ۱۵مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تلوېزیون تړل او د امتیاز خاوند نیول د رسنیو د ازادۍ، امنیت او خپلواکۍ لپاره جدي ګواښ دی.
دغه مرکز له طالبانو غوښتي څو سلمان اخلاقي بې له قید او شرطه خوشې او د تلوېزیون د فعالیتونو د بیا پیل زمینه برابره کړي.
“راه فردا” تلوېزیون تر دې مخکې هم د ۱۴۰۴ کال د کب په ۹مه د طالبانو له خوا تړل شوی و، وروسته، د روان کال په غبرګولي کې د سلمان اخلاقي په امتیاز او د رحمان میرزاد په مسوولیت ورته د فعالیت نوی جواز ورکړل شو، خو شاوخوا درې میاشتې وروسته یې یوځل بیا نشرات ودرول شول.
د یادې رسنۍ یوه کارکوونکي د خبریالانو مرکز ته ویلي چې تلوېزیون له بیا فعالیت وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ و او له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې منظم نشرات نه لرل.
طالبانو تر اوسه د یاد تلوېزیون د تړلو، د نیول شویو کسانو د شمېر او د هغوی پر وړاندې د مطرح شویو تورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.