په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق ویلي، د طالبانو د حکومتولۍ ډول یوازې د یادې ډلې د ګټو خوندي کولو لپاره جوړ شوی او د افغانستان خلکو ته هېڅ ډول ځوابویونکی نهدی.
فایق د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د طالبانو حکومت د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.
د هغه په خبره، د طالبانو په یوشمېر کړیو کې د فساد، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او د شتمنۍ تمرکز په ښه ډول مستند شوي دي.
نوموړی زیاتوي، د افغانستان د کانونو زېرمې له روڼتیا او عامه څار پرته استخراجېږي او طالبانو د خلکو غوښتنې او د نړیوالې ټولنې پرلهپسې غوښتنې له پامه غورځولې دي.
فایق ټینګار وکړ، افغانستان لاهم له ژور سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري ناورین سره مخ دی او اوسنی وضعیت نه یوازې تلپاتې نهدی؛ بلکې ورځ تر بلې لا ټکنی کېږي.
نصیر احمد فایق وویل، مېلیونونه افغانان لا هم پر بشري مرستو تکیه لري او فقر، بېکاري او د اقتصادي فرصتونو لهمنځه تګ د یوه بشپړ نسل راتلونکې له جدي پېچلتیا سره مخ کړې ده.
د افغانستان استازي وویل، له عامه ژوند څخه د ټولنې د پراخو قشرونو، په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو اېستل د بشري ناورین د لا ژورېدو لامل شوی دی.
نصیر اخمد فایق زیاته کړې: “دغه اقدامات لنډمهالي نهدي؛ بلکې د ټولنې د نیمایي برخې د عامه ژوند له ډګر څخه د اېستلو لپاره یوه قصدي او سیستماتیکه هڅه ده؛ داسې چلند چې نه د اسلام په اصلي لارښوونو کې ریښه لري او نه د افغانستان له تاریخ او دودونو سره سمون خوري”.
هغه د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض ته اشاره کړې او ویلي دي، چې له زدهکړو محرومیت، ټولنیز محدودیتونه او له عامه ډګره د ښځو اېستل پر افغانستان درنې اغېزې پرېښې دي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې د ځوانانو او ښځو یو بشپړ نسل نور په خپل هېواد کې د ځان لپاره کومه راتلونکې نه ویني.