په پاکستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د دې ډلې پخواني سفیر، ملاعبدالسلام ضعیف پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګون وښود.
هغه پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، دفاع فرض ده، خو وايي، د سر په قربانيو نه، بلکې په علم او تکنالوژي کېږي.
ضعیف وویل: “د اسلامي هېواد د حدودو څخه دفاع فرض عین ده، مګر دا دفاع اوس د سر په قرنبانیو نه کېږي، علم، تکنالوژي او اسباب غواړي، وچه ډوډئ وخورﺉ، په پښو تګ وکړﺉ، مصارف خرچه او معاشونه کم کړﺉ، خو د دفاع لپاره یو څه پیدا یا جوړ کړﺉ.”
ملاضعیف زیاتوي، په عذر او غندلو نه د فرضیت څخه ذمه فارغېږي او نه د قسم خوړلي دښمن سترګې سوځي.
پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن سهار ادعا کړې چې د غضب للحق عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅ وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا بریدونه د کره استخباراتي معلوماتو پربنسټ شوي او د افغانستان په دوو بېلابېلو سیمو کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ټيټيپي، بلوڅ وسلهوالو ډلو او د هغوی د متحدانو له لوري د پټنځایونو او عملیاتي مرکزونو په توګه کارېدل.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې بریدونو کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویې زېرمې هم لهمنځه وړل شوې او ادعا یې چې دغه بریدونه په کره ډول ترسره شوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پهکې احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وړاندې ویلي چې پاکستاني الوتکو د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمه او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمه بمبار کړې ده.
مجاهد ویلي، په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي، ۱۱ ټپیان شوي او درې کورونه نړېدلي دي.