سمېع سادات: د طالبانو اداره د ترهګرۍ کارخانه ده چې انسانیت ته خطر پېښوي

1 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یوه لوړپوړي پوځي جنرال، سمېع سادات ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د بشریت لپاره په یوه لوی ګواښ بدل شوی دی.

سادات وویل، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو بشري کرامت تر پښو لاندې شوی دی.

د هغه په خبره، په هېواد کې ورځ تر بلې لوږه زیاتېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه جنرال همدارنګه ټینګار کړی چې طالبانو پر خلکو خورا سخت قوانین وضع کړي چې دغو قوانینو د هېوادوالو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

سادات د خپل پیغام په پای کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو اوسنۍ واکمني نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه ده او ده د طالبانو اداره د ترهګرۍ یوه کارخانه بللې چې انسانیت ته جدي خطر پېښوي.

ورته مهال ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی او همدا راز لوږه په بې سارې توګه زیاته شوې ده.

دې سازمان ویلي چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغه ناورین د مخنیوي لپاره په کور دننه طالبان هېڅ ډول مدیریت او سرچینې نه لري.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply