د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په یوه تازه غږیز پیغام کې پر خپلو کسانو او چارواکو غږ کړی چې د ده او د ده د نظام د مسوولانو پوره او مطلق اطاعت وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، په ټول نظام کې د ده له حکم پرته بل واکمن شتون نه لري او تر اوسه چا د ده د امر پر وړاندې مخالفت یا ملاحظه نه ده ښودلې.
ملا هبت الله زیاته کړې چې دی يواځې د شریعت پر لاره روان دی او که د شریعت خلاف کار ترې وویني، نو اطاعت یې مه کوئ، ځکه چې د خالق په معصیت کې د مخلوق اطاعت نشته.
د طالبانو مشر همداراز ټینګار کړی که چېرې په صفوفو کې بېاطاعتي او خپلسری رامنځته شي، امن او نظام به له منځه لاړ شي او موازي حکومتونه به جوړ شي.
هغه په خپلو لاس لاندې کسانو غږ کړی چې د دوی د راتګ ورځې په مناسبت له ۲۵۰ ميليونه افغانيو څخه ډیرې پيسې مه مصرفوئ.