خلیلزاد: امریکا باید له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړي

1 Min Read

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، دغه هېواد باید له افغانستان(طالبانو) سره خپل تعامل پراخ کړي.

زلمي خلیلزاد وویل، له افغانستان څخه مخ اړول جیوپولیټیک تشه رامنځته کوي او ترهګرو او د امریکا سیالانو ته فرصت برابروي.

خلیلزاد ویلي، د اسلامي امارت د واکمنۍ پنځه کاله وروسته امنیتي او اقتصادي وضعیت تر هغه ښه دی چې تمه یې کېده.

هغه د زېربناوو پراختیا، له کرنې ملاتړ او سیمه‌ییزه ډیپلوماسي هم د پام وړ بللې ده.

خلیلزاد دغه راز ویلي، له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو سخت خرابوالی هم له هغو تحولاتو څخه دی چې تمه یې نه کېده.

نوموړي زیاته کړه، پاکستان د طالبانو مخالفانو ته پناه ورکړې او دا کار به ستونزې رامنځته کړي.

ورته مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر، امیرخان متقي ویلي، نه پوهېږي چې پاکستان له افغانستان څخه څه غواړي.

پاکستان وايي، د طالبانو حکومت وسله والو ته ځای ورکړی او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظيموي.

خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply