د بدخشان مرکز کې چاودنه شوې

1 Min Read

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو د پنجشنبې په سهار په فیض‌اباد ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی دی.

تر دې دمه د چاودنې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي.

دغه راز طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

یاده چاودنه د فیض‌اباد ښار د شهدا ولسوالۍ په وکیل‌اباد سیمه کې شوې ده.

دغه چاودنه داسې مهال شوې چې بدخشان په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو، د طالبانو د عملیاتو او له یادې ډلې سره د مخالفت په تور د ګڼو کسانو د پراخو نیونو شاهد و.

یاده دې وي چې درې ورځې وړاندې د دوشنبې په سهار د جلغر په سیمه کې هم چاودنه شوې وه چې یو هایلکس موټر یې په نښه کړی و.

د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی و او ویلي یې وو چې په پېښه کې د طالبانو شاوخوا درې غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply