سارا اډمز: د ابي‌ګېټ د برید یو طراح سراج‌الدین حقاني دی

1 Min Read

د کابل هوايي ډګر کې د ابي‌ګېټ د خونړي برید څخه څه کم پنځه کاله تېرېږي، خو د امریکا د استخباراتو ادارې یا سي‌آې‌اې پخوانۍ مامورې، سارا اډمز ویلي، د دې برید اصلي طراحان لا هم ازاد ګرځي، خو د امریکا حکومت د ټیټې کچې وسله‌والو په نیولو خلکو ته د بریا تصویر وړاندې کوي.

هغې په خپل ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د داعش خراسان ډلې غړی محمد شریف‌الله، چې تېر کال امریکا ته ولېږدول شو، د ابي‌ګېټ د برید اصلي طراح نه و، بلکې د دې برید اصلي معماران د داعش خراسان مشر ثناءالله غفاري او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني دي.

نوموړې وویل: “حکومت هڅه وکړه خلک دې ته قانع کړي چې محمد شریف‌الله د ابي ګېټ د برید طراح او ان ځانمرګی بریدګر و، حال دا چې دا خبره هېڅ منطقي نه ده.”

سارا اډمز زیاته کړې، د ابي‌ګېټ اصلي طراحان ثناءالله غفاري او سراج‌الدین حقاني لا هم ازاد دي او پر دې خاندي چې امریکا د دوی د ناسم معلوماتو ښکار شوه.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply