د بلخ والي د هبت‌الله د اوامرو پر پلي کېدو ټینګار کړی

2 Min Read

په بلخ کې د طالب وسله‌والو رسنیز دفتر وايي، د دغه ولایت د والي، یوسف وفا د ملا هبت‌الله د اوامرو پر پلي کېدو ټینګار کړی دی.

وفا دغه څرګندونې په سرپل ولایت کې د شمال لوېدیځ زون د پنځو ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو او نورو چارواکو د همغږۍ ناسته کې کړي دي.

په دې ناسته کې چې تېره ورځ شوې د طالبانو د مشر د فرمانونو پر پلي کېدو او د امنیتي مسایلو په اړه په‌کې خبرې شوي دي.

وفا په دې ناسته کې له ټولو چارواکو وغوښتل چې د هبت‌الله اخندزاده امرونه لومړی پر ځان او بیا پر خپل لاس لاندې کسانو پلي کړي.

هغه د جوماتونو له ملا امامانو او د مدرسو له مدیرانو وغوښتل چې خلک د طالبانو له مشر سره بیعت کولو ته وهڅوي.

په دې غونډه کې د طالبانو د سرپل، جوزجان، سمنګان، فاریاب او بلخ ولایتونو چارواکو پرېکړه کړې چې د تېر جمهوري نظام ټول قوانین لغوه دي او یوازې به د طالبانو قوانین پلي کېږي.

په دې غونډه کې طالب چارواکو ته لارښوونه شوې چې د دوی د حکومت پر وړاندې د منفي تبلیغاتو مخه دې په کلکه ونیول شي.

طالب وسله‌‌والو خبرداری ورکړی، هر څوک چې د ممبر، رسنیو یا عامو مجلسونو له لارې د دوی پر ضد تبلیغات وکړي، نظامي محکمې ته به معرفي شي.

د غونډې په نورو برخو کې چارواکو له افغانستان څخه بهر د جهاد په نوم د تګ او له نورو ډلو سره د یوځای کېدو پر مخنیوي هم ټینګار کړی او ویې، چې دا کار د دوی د مشر له اجازې پرته جواز نه لري.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply