په ترکیه کې مېشت جلاوطنه د افغانستان د علماوو د مجمع رییس او دیني عالم مولانا عبدالصبور عباسي طالبانو ته په اشارې ویلي، د دین په تعبیر کې باید له افراط څخه ډډه وشي او د عصر له غوښتنو سره د قران او سنت په رڼا کې متوازن چلند غوره شي.
هغه په یوه خپره کړې لیکنه کې په څرګنده ویلي چې شخصي مزاج، طبیعت او سلیقه د هېچا لپاره د حلال او حرام معیار نهشي کېدای، او نه هم دیني عالم، عام انسان یا واکمن کولی شي خپل ذوق پر ټولنې د شرعي حکم په توګه وتپي.
عباسي ټینګار کړی چې د هر نوي علم، ټیکنالوجۍ او اداري نظام په اړه یوازې له دې امله چې له لوېدیځ څخه راغلی، مطلق منفي دریځ غوره کول سمه شرعي تګلاره نهده.
د هغه په خبره، د حلال او حرام معیار یوازې قران او سنت دي، نه شخصي سلیقې او مزاجونه.
د مولانا صبور په وینا، د اسلام اصل د اعتدال، توازن او د ژوند د اړتیاوو د سم مدیریت دین دی؛ نه د هر نوي شي د ردولو او منع کولو فکر او زیاتوي چې اداره، ټیکنالوجي، کرنیز وسایل او عصري مهارتونه د مسلمانانو لپاره ګټور دي او باید ترې استفاده وشي؛ په داسې حال کې چې یوازې هغه نظریات رد شي چې په ښکاره ډول له قران او سنت سره په ټکر کې وي.
هغه خبرداری ورکړی، که دین یوازې د شخصي برداشتونو او سلیقو تابع شي؛ نو د دین اصلي پیغام تحریف کېږي او خلک له اسلامه د لرې کېدو لور ته ځي.
عباسي هم ویلي چې د سخت دریځو فتواوو او د هر نوي شي د ردولو پر ځای باید د مصلحت او مفسدې اصولو ته مراجعه وشي او د عصر اړتیاوې د قران او سنت په رڼا کې مدیریت شي.
یاد دیني عالم ټینګار کړی چې دین باید د خلکو د اړتیاوو له مخې په سمه توګه تشریح شي څو اسلام د سختۍ پر ځای د رحمت، اعتدال او عملي حل لارو دین وښيي.