د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار والي، ضیاالحق امرخېل وايي، د طالبانو ډېری مسوولان له نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل خبره کوي، خو دوی له دې تعامل مخکې باید د افغان ولس مشروع غوښتنو ته درناوی وکړي.
هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “که له نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل خبره کوو، نو باید لومړی د خپل ولس غږ واورو، د هغوی مشروع غوښتنو ته درناوی وکړو او د هېواد دننه مشروعیت پیاوړی کړو.”
د امرخېل په وینا، له نړیوالو سره د تعامل لپاره کورنی مشروعیت مهم دی.
نوموړي زیاته کړه: “اکثریت مسوولین چې کله د خبرو لپاره سټېج ته پورته شي، همدا خبره کوي چې موږ له نړۍ سره ښې اړیکې او تعامل غواړو، خو دا یادونه نه کوي چې د دې تعامل لپاره د هېواد دننه مشروعیت او د ولس مشروع غوښتنې څومره مهمې دي.”
دغه پخوانی چارواکی دغه راز وايي٬ د نجونو زده کړې او ملي اجماع هم باید په پام کې ونیول شي.
امرخېل وویل: “د نجونو د تعلیم او تحصیل حق، د ولس اراده، ملي اجماع او نورې مشروع غوښتنې باید له پامه ونه غورځول شي.”
یاده دې وي چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال په پوره کېدو سره یوازې روسیې په رسمیت پېژندلي، او نور هېوادونه بیا د دې کار لپاره د نجونو زده کړو ته اجازه، ټولشموله حکومت جوړول او نورې غوښتنې مهمې بولي.