پاکستاني چارواکي: افغانستان کې مو ۲۲ وسله‌وال وژلي

2 Min Read

پاکستانيو چارواکو ادعا کړې چې افغانستان کې یې ۲۲ وسله‌وال وژلي دي.

پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د غضب للحق عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا بریدونه د کره استخباراتي معلوماتو پربنسټ شوي او د افغانستان په دوو بېلابېلو سیمو کې هغه مرکزونه په نښه شوي چې د ټي‌ټي‌پي، بلوڅ وسله‌والو ډلو او د هغوی د متحدانو له لوري د پټنځایونو او عملیاتي مرکزونو په توګه کارېدل.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویې زېرمې هم له‌منځه وړل شوې او ادعا یې چې دغه بریدونه په کره ډول ترسره شوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په‌کې احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وړاندې ویلي چې پاکستاني الوتکو د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام سیمه او د هلمند ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ د صفار سیمه بمبار کړې ده.

مجاهد ویلي، په دغه بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي وژل شوي، ۱۱ ټپیان شوي او درې کورونه نړېدلي دي۔

ورته مهال د هلمند لپاره د طالباتو سیمه ییز مسوولان وايي، د پنجشبنې په سهار د پاکستان جېټ الوتکو د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ پر صفار سیمې هوایي بریدونه کړي چې په کې ۴ ملکي کسان وژل شوي، ۸ ټپیان او ۳ لاهم لادرکه دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په وژل شویو کسانو کې یوه سپین سرې ښځه او درې ماشومان شامل دي.

په سیمه کې یو عیني شاهد ویلي: “په دې کور کې ۴ کسه وژل شوي، دا ټول ملکي کسان دي. ځینې تر خاورو لاندې دي، دا غریب او بې‌چاره خلک موخه ګرځول شوي.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply