د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړۍ کې د پاکستان له لوري د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو کلیو او ولسونو د نظامي او اقتصادي فشارونو کچه زیاته شوې ده.
هغه پر خپل فېسبوکپاڼه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د دغو فشارونو موخه داسې برېښي چې د سیمې پتمنه خلک اړ ایستل شي څو د امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.
د هغه په خبره: “په دې وروستیو کې د همدې وضعیت په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د امن د هوکړې په نوم اسناد لاسلیک شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د دغو هوکړو رسمي تایید او هرکلی هم شوی دی.”
کرزی زیاتوي، دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف عمل بلل کېږي.
هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل څو په دې تړاو افغان ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.
کرزی داسې مهال د ډیورنډ کرښې په تړاو څرګندونې کوي چې شاوخوا پنځه ورځې مخکې د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ په ناوا پاس سیمه کې د کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو او دیني عالمانو تر منځ غونډه شوې چې په پایله کې دواړو لوریو د اوربند اعلان کړی دی.
دواړو لوریو پرېکړه وکړه چې پر یو بل به ډزې نه کوي.
دغه اوربند داسې مهال ته شوی چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ويلي وو، د پاکستان پوځ په همدې ورځ یوځل بیا د کونړ دانګام ولسوالۍ کې فرضي کرښې ته څېرمه د عامو خلکو کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکز او جوماتونه په نښه کړي دي.