فضلي: پاکستان په بلوچستان کې له پخوانیو افغان محلي پولیسو ملېشې جوړوي

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې رییس، فضل محمود فضلي وايي، دمګړی پاکستان په بلوچستان کې د پخوانیو افغان محلي پولیسو څخه لشکر په نامه ملېشې جوړوي چې دا هر څه په افغانستان کې د یوې ډېرې خطرناکې فاجعې لپاره لومړني اقدامات دي.

هغه پر خپل ایکس شبکه لیکلي: “پخوا ایران د افغان ځوانانو څخه په استفادې د نیابتي جګړو لپاره د فاطمیونو ډله جوړه کړه، اوس پاکستان په بلوچستان کې د پخوانیو افغان محلي پولیسو څخه لشکر په نامه ملېشې جوړوي. له بله پلوه، سره له دې چې په ظاهره کې حاکمه ډله له پاکستان سره ځان مخالف بولي، خو بیا په سیمه‌ییزو موقف‌نیونو کې د پاکستاني رژیم او د پاکستان د متحدینو دریځ خپلوي.”

فضلي وویل، د پاکستان یاد اقدامات په افغانستان کې د یوې ډېرې خطرناکې فاجعې لپاره لومړني اقدامات دي او د مخنیوي لپاره د افغانانو یووالی په کار دی.

فضل محمود فضلي زیاتوي: “دا هرڅه زموږ په ټاټوبي کې د یوې ډېرې خطرناکې فاجعې لپاره مقدمات دي. موږ ته په کار ده چې د دغه په لوی لاس جوړ شوي ابهام په فضا کې دا درک کړو چې دا ټول د هېواد په بې‌ثباتۍ کې سره متحدین دي او له ټولو باید فاصله واخلو او خپل انسجام ته کار ووایو.”

فضلي په خبره، نړیوال او سیمه‌ییز استخبارات په افغانستان کې د یو مشروع دولت د نشتوالي څخه په استفادې، د خپل عادت له مخې د افغانانو په منځ کې د ابهام فضا ایجادوي او په دې ډول خپل شوم اعمال عملي کوي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو استخباراتو موخه دا ده چې په دې ډول د افغانانو په منځ کې د دښمن تعریف لا پسې مکدر شي.

له دې مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ایکس پاڼه د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور په غبرګون کې پوښتنه کړې چې ایا د افغانستان د تېر جمهوري نظام پخواني سرتېري او پولیس په بلوچستان کې د پاکستان د امنیتي جوړښتونو لپاره پر جګړه بوخت دي؟

ازادي راډیو په خپل راپور کې ویلي، د تېر افغان حکومت سلګونه او ښايي زرګونه پخواني سرتېري او پولیس په بلوچستان کې جذب شوي دي.

د راپور له مخې، دغو کسانو ته شاوخوا ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې میاشتنی معاش ورکول کېږي او د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو او تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې په سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو کې کارول کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply