طالبان: په هلمند او کونړ د پاکستان بریدونو کې ۴ کسان وژل شوي او ۸ ټپيان دي

2 Min Read

د هلمند لپاره د طالباتو سیمه ییز مسوولان وايي، د پنجشبنې په سهار د پاکستان جېټ الوتکو د دغه ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ پر صفار سیمې هوایي بریدونه کړي چې په کې ۴ ملکي کسان وژل شوي، ۸ ټپیان او ۳ لاهم لادرکه دي.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې په وژل شویو کسانو کې یوه سپین سرې ښځه او درې ماشومان شامل دي.

په سیمه کې یو عیني شاهد ویلي: “په دې کور کې ۴ کسه وژل شوي، دا ټول ملکي کسان دي. ځینې تر خاورو لاندې دي، دا غریب او بې‌چاره خلک موخه ګرځول شوي.”

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا د منل شویو نړۍوالو اصولو خلاف تجاوز او جنایت دی. پاکستاني چارواکو لاتراوسه د دغه بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي

ورته مهال د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا ادعا کړې چې د غضب للحق عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه وزارت زیاتوي، په دغه بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویې زېرمې هم له‌منځه وړل شوې دي.

د پاکستان حکومت ادعا کړې چې دغه بریدونه په کره ډول ترسره شوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره په‌کې احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply