د پاکستان د پوځ لوی درستیز، مارشال عاصم منیر وايي، پر افغانستان د واکمنو طالبانو ادارې له لوري د پاکستاني وسلهوالو ملاتړ نامعقوله او منحرفه تګلاره ده چې د افغانانو ملي ګټې له پامه غورځوي.
هغه وویل، د طالبانو پر وړاندې د پاکستاني پوځ بریدونه دوام کوي.
د پاکستان پوځ په وینا، د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د طالبانو تګلاره په بشپړه توګه بربنډه شوې او برعکس پایلې یې ورکړي دي.
د پاکستان پوځ زیاته کړې چې دا عملیات به تر هغې دوام وکړي څو ترهګریزې شبکې په بشپړه توګه لهمنځه یووړل شي، د هغوی ملاتړي جوړښتونه ګډوډ شي او هر ډول عملیاتي فضا ترې واخیستل شي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او بلوڅو وسلهوالو پر ضد څو ځله پوځي عملیات ترسره کړي وو، خو ونه توانېد چې د هغوی د بریدونو د زیاتېدو مخه ونیسي او دا بریدونه په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا ډېر شوي دي.
پاکستان تل ادعا کړې چې د دوی مخالفین په افغانستان کې روزنځایونه او مرکزونه لري، خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوې رد کړې دي.
د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې پرلهپسې ترینګلې پاتې شوې دي.