آصف علي زرداري: افغانستان باید خپله خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري وایي، افغانستان باید خپله خاوره د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارولو ته پرې نه ږدي.

د پاکستان ولسمشر داراز ویل: “د بهرنیو په ملاتړ د فعالې ترهګرۍ بشپړ له منځه وړل د سیمې د سولې لپاره حتمي دي.”

د طالبانو حکومت تراوسه د زرداري د یادو څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په وار وار دا ویلي،د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

اخوا د آصف علي زرداري زوی، د پاکستان د خلکو ګوند مشر او د دې هېواد د بهرنيو چارو پخوانی وزیر٬ بلاول بوټو زرداري وايي، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ريښه افغانستان کې شته سازمانونو ته رسېږي او په وینا یې دغه سازمانونه د هند ملاتړ له ځانه سره لري.

بوټو وویل: “له بده مرغه، ډېری هغه ترهګریز بریدونه چې په پاکستان کې کېږي، په افغانستان کې له شته سازمانونو سره تړاو لري. هند له هغو سازمانونو ملاتړ کوي چې په پاکستان کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو تر شا ولاړ دي.”

د طالبانو حکومت تر دې مخکې په ځلونو ویلي، د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply