ګلبدین حکمتیار: له ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو جګړې نیابتي دي

2 Min Read

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار وايي، په افغانستان کې روانې کورنۍ او له ګاونډیو سره د (طالبانو) جګړې نیابتي دي چې مهار یې د پردیو په لاس کې دی.

خو هغه وویل، حزب اسلامي تل له داسې جګړو ډډه کړې او خپلو کسانو ته یې ویلي چې تر هغه وسله ونه کاروي څو جګړه پرې تپل شوې نه وي او دفاع ته نه وي اړ شوي.

حکمتیار یادې څرګندونې د افغانستان نوموتي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړينې په مناسبت په یوه خپور کړي پيغام کې کړې او خواشيني یې ښودلې.

هغه د ځدراڼ پلار، کورنۍ او خواخوږو ته تسليت ويلی او نوموړي ته یې د مغفرت هيله کړې ده.

حکمتیار د افغانستان دننه پر روغتیايي وضعیت، د بنسټونو پر تړل کېدو او واکمنانو پر سیاستونو نیوکې کړې دي.

د حزب اسلامي مشر ویلي، مظلوم افغانان په خپل هېواد کې له علاج څخه محروم او په بهرنیو هېوادونو کې درملنې ته اړ دي.

حکمتيار زیاتوي: “حکومتونه او واکمن مو دومره نااهله دي چې پر خونړیو کورنیو جګړو او پر خپلو عیاشیو په میلیونونو ډالر مصرفولی شي، خو د یوه داسې روغتون جوړولو اهلیت او همت نه لري چې افغانان ګاونډیو هېوادو ته له تګ او پرېمانه مصارفو وژغوري.”

هغه زیاته کړې چې افغانستان لا تر ننه د عادي ناروغیو د علاج لپاره مجهز روغتون نه لري او په وینا یې: “که دوی بااحساسه او زړه سواندو شتمنو افغانانو ته اجازه ورکړې وی او لازم شرایط یې ورته برابر کړي وی؛ نو نن به لږ تر لږه د تعلیم او صحت په برخو کې د نورو له احتیاج څخه ژغورل شوي وو.”

حکمتیار په خبره، اوسنيو واکمنو د حزب اسلامي مهم تعلیمي مرکز (اسلامي پوهنتون) او د ایمان مسجد دروازه تړلې او د ایمان روغتون، کلینیک او دارالیتام یې په زور قبضه کړي دي څو د روغتون تر پوښښ لاندې ترې د استخباراتي فعالیتونو مرکزونه جوړ کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply