د افغانستان د جمعیت اسلامي مشر او په تېر جمهوري نظام کې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور خبرداری ورکړی، د طالبانو د مخالفو ډلو نیابتيتوب رازونه به په بشپړ ډول افشا کړي.
نور په خپل ایکس پاڼه يادې څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو د نیابتي توب په اړه د ده تورونه رد کړل.
هغه د تلې ۴مه د نورستان او کونړ پر یو شمېر سیمو په تلویحي ډول د ازادۍ جبهې بریدونه نقد او په پردۍ نیابتي جګړه کې یې د اړمنو ځوانانو د قرباني کېدو بې پایلې لوبه وګڼله.
خو یوې بلې مخالفې مقاومت جبهې یاد شوي تورونه رد او ویې ویل چې د طالبانو خلاف د دوی او د ازادۍ جبهې مبارزه مشروع، او کامیابېدونکې ده.
له دې وروسته عطامحمد نور په بله لیکنه کې خبرداری ورکړی چې که له حدودو تېری وشي، د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو د جنګیالیو روزنیز مرکزونه، د تمویل سرچینې، قومندانان او نور رازنه به رسوا کړي.
د جمیعت دغه مشر د نیابتي جګړو د ګواښونو په اړه د خپلو مخکېنیو څرګندونو پر دوام ویلي چې “د خپلو څرګندونو په اړه د هېوادوالو منصفانه نقد او تحلیل په ورین تندي مني، خو د پردیو استخباراتي افسرانو له لوري روزل شویو کسانو ته به په هېڅ ډول اجازه ورنه کړي چې د کلام حرمت مات کړي.”
نور زیاته کړې، د ده خبرې له خواخوږۍ ډکې دي او غواړي په نیابتي جګړو کې د افغان ځوانانو د قرباني کېدو مخنیوی وشي.
دغه پخواني افغان چارواکي، په ورته مهال د کومې ځانګړې ډلې یا لوري له مشخصولو پرته، د طالبانو یو شمېر وسلهوال مخالفان سرښندونکي سنګر ساتونکي او خپلواک ازادي ګټونکي ګڼلي او ملاتړ یې ورڅخه کړی.
یوشمېر نور ځینو منتقدانو بیا پر نور تور لګولی چې د طالبانو د وسله والو مخالفانو په اړه یې د طالبانو په شان دریځ غوره کړی دی.