د زدهکړو پښتنه فعاله او د سولې نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بروکسل ته د طالبانو د پلاوي پر تګ اندېښنه ښودلې ده.
یوسفزۍ د اروپايي ټولنې دغه ګام خواشینوونکی بللی او پر دغې ټولنې یې غږ کړی چې د بشري حقونو د تر ټولو سختو بحرانونو مسوول رژیم ته مشروعیت ورنه کړي.
هغې پر خپل اېکس په یوه پیغام کې وویل: “اروپايي ټولنې د کډوالۍ د یوې هوکړې په اړه د خبرو لپاره د طالبانو چارواکي بروکسل ته بللي دي او زه نن له دې خبر څخه سخته اندېښمنه او ژوره خپه شوې یم”.
نوموړې وايي، دا همغه طالبان دي چې نجونې یې له ثانوي زدهکړو منع کړې او په زور یې واده ته اړې کړې دي.
ملاله یوسفزۍ زیاتوي: “دا همغه طالبان دي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې په هرات کې لسګونه ښځې یوازې د جامو د اغوستلو له امله نیولې وې. همغه طالبان چې ښځې د دوی د قوانینو پرضد د خبرو او سرغړونو له امله وهي، بندیانوي او حتا اعداموي.”
یوسفزۍ طالبان تورن کړل چې د سیستماتیک جنسیتي اپارتاید له لارې یې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه په بشپړ ډول ایستلې او پر اروپايي ټولنې یې غږ کړی چې داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي چې د بشري حقونو د تر ټولو سختو بحرانونو مسوول دی.
هغې دغه راز له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغان ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کړی دی.