پاکستان: طالبان د هند نیابتي جګړه مخته بيايي

د پاکستان حکومت وایي، طالبان د هند یوه نیابتي ډله جوړ شوې او هند د طالبانو له لارې نيابتي جګړه پرمخ وړي.

د دې هېواد د دفاع وزیر، خواجه محمد آصف ویلي چې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او افغان طالبان د هند تر سرپرستۍ فعاليت کوي.

هغه وويل: “موږ د ښو ګاونډیانو په څېر په سیمه کې سوله غواړو.”

آصف وايي، د شخصي ګټو پرځای باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د پاکستان حکومت تل ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارېږي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي.

بلخوا د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړی جنرال، سمیع سادات وايي، د هند جزیرې لپاره د القاعده یو مهم مشر، اسامه محمود چې په ابوذر مشهوره دی، په کندهار ولایت کې اوسېږي.

د ده په وینا، محمود د پېښور اصلي اوسېدونکی دی او له ده سره یې مرستیال، عاطف هم ګډ اوسېږي.

هفه زیاته کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ډېری غړي اوس په افغانستان کې روزنځایونه لري.

اخوا بیا د پاکستان د پوځ یو متقاعد جنرال، سعد محمد په یوه تازه مرکه کې وايي، د پاکستان د امن کولو لپاره په‌کار ده چې د طالبانو رژیم رانسکور او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره دې د ملي مقاومت جبهې ملاتړ وشي.

هغه پاکستاني حکومت ته لارښوونه وکړه چې افغان ولس ته نه، بلکې د طالبانو اوسني حکومت ته سمدستي سزا ورکړي څو رانسکور او په افغانستان کې نظام بدل شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply