ازادۍ جبهه: په کونړ او نورستان کې مو له ۸۰ ډېر طالبان وژلي او ټپيان کړي

1 Min Read

د ازادۍ جبهې ویاند، نصرالله فاتح ویلي چې په کونړ او نورستان کې له طالبانو سره د دې جبهې د ځواکونو په نښتو کې د طالبانو له ۸۰ډېر غړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خو نوموړي د وژل شویو او ټپیانو جلا شمېر نه دی اعلان کړی.

فاتح ادعا کړې چې د دې جبهې پر مورچو او سنګرونو د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او طالب ځواکونه د تلفاتو له اوښتو وروسته شاتګ ته اړ شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو خالد بن ولید قول اردو هم ادعا کړې وه چې درې ورځې مخکې په نورستان کې په نښته کې د طالبانو ۳۰ مخالف ځواکونه وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

تر دې دمه خپلواکو سرچینو د دواړو لوریو ادعاووې نه دي تایید کړي.

دغه راز یادو سیمو ته خپلواکې رسنۍ هم نه ورپرېښودل کېږي څو له ډګره د سترګو لیدلی حال راپور کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply