د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، نوین الحق پر خپل فېسبوک پاڼه د افغان سندرغاړي، فرهاد دریا وروستيو پوسټونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې سپک او لوچکي بللي دي.
نوین الحق پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: ” هغسې شی(فرهاد دریا) مې نه لیده او دومره خولهور مې نه لیده. دا سړی فکر کوي د ولس ډېر نازولی او ورته ډېر محترم دی، په هره برخه کې یې خوله بې واکه شوي وي. متاسفانه چې کله کله د فېسبوک صفحې له آدرسه د کرکټ لوبغاړو په اړه ډېر سپک او تحقیرآمیزه پوسټونه کوي چې د وطن د ځینو اتلانو ښکاره سپکاوی په کې وي.”
د هغه په خبره، د هېواد هر لوبغاړي رښتینی اتل دی او هغوی پسې لیکل لوچکي ده.
نوموړي زياته کړه: “زمونږ هر لوبغاړی د دې وطن او ولس ریښتینی اتل او ستوری دی. هغوی پسې له ریشخند او پسخند ډک مطلبونه لیکل، له لوچکي پرته بل څه نه دي. په ښکاره ډول د وطن د استازو سپکاوی، نه نقد دی او نه هم درک، بلکې یوازې د خپل شخصیت څرګندونه ده.”
نوین له فرهاد دریا وغوښتل څو خپل کار سره(هنر) سره کار لره.
د نوین په وینا: “مهرباني وکړه! خپل مشخص کار سره کار لره. دا (کرکټ) دې اشرافو لوبه ده، منځ کې یې ښه نه ښکارې.”
فرهاد دریا په طنزي شکل له افغان لوبغاړو شرف الدین اشرف، حشمت شهیدي، افسرځاځي او فرید ملک په اړه پوسټونه کړي دي.
د دریا له لیکنو جوتېږي چې موخه یې د کرکټ ملي لوبډلې څخه د یادو افغان لوبغاړو د تقاعد غوښتنه کړې، خو نوین یې سپکاوی بولي.