فیونا هاجسون: د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت بوږنوونکی دی

د انګلستان د مشرانو جرګې غړې، بارونس فیونا هاجسون د طالبانو تر واک لاندې د ښځو وضعیت بوږنوونکی بللی او وايي، طالبان دا نه درک کوي چې ښځې د افغانستان لپاره یوه ستره بشري پانګه او شتمني ده.

هغې د طالبانو سره د تعامل پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ څرګنده کړې چې د دې ډلې د چلند او تګلارې د بدلون لپاره فشار هم اړین دی.

هاجسون وویل، د نجونو او ښځو له زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور څخه محرومول په عملي توګه د دې لامل شوي چې ښځې له ټولنیز ژوند او عامه ډګر څخه وایستل شي.

نوموړې زیاته کړه، طالبان د ښځو حقونه د لوېدیځ مسئله ګڼي، حال دا چې افغان ښځو له کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کړې او دا خبرداری ورکړی چې پر ښځو د محدودیتونو دوام، په ځانګړي ډول د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، بشري وضعیت لا پسې خرابوي او د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

هغې ویلي چې له طالبانو سره باید یو ډول تعامل موجود وي، خو دا تعامل د طالبانو د رسمیت پېژندنې یا له هغوی سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو معنا نه لري.

فیونا هاجسون ټینګار کړی چې له طالبانو سره خبرې او اړیکې باید دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ور نه کړي.

د بریتانیا د مشرانو جرګې دې غړې زیاته کړې، د ستونزې یوه برخه دا ده چې د نړۍ پام له افغانستان څخه اوښتی او نوو جګړو او کړکېچونو دا لامل شوي چې د افغانستان موضوع د هېوادونو د بهرني سیاست له لومړیتوبونو ووځي.

نوموړې د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د مسئلې پر وړاندې پر نړیوالې همغږۍ او ګډ دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د خنډونو د حل لپاره، د نړیوالې ټولنې پراخې همکارۍ ته اړتیا ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply