د بې پولې خبریالانو سازمان یا آرایسایف وايي، افغانستان د خبریالانو د جلاوطنۍ په اصلي مرکز بدل شوی.
آرایسایف د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د ګواښونو له امله د همدې سازمان په ملاتړ له افغانستانه وتلي دي.
د آرایسایف په راپور کې راغلي چې دا شمېر په نړۍ کې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې د جلاوطنه خبریالانو د ټول شمېر نږدې نیمايي برخه جوړوي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د پراخو محدودیتونو، امنیتي ګواښونو، خپلسرو نیونو او د عامه فضا د ځپلو له امله د رسنیز کار شرایط ډېر خراب شوي او سلګونه افغان خبریالان اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي.
د آرایسایف په راپور کې ویل شوي چې د کډوالۍ د څپې اوج په ۲۰۲۲ کال کې و، هغه مهال چې ۱۸۳ افغان خبریالان د تېښتې لپاره مجبور شول.
سازمان زیاته کړې چې د وتلو بهیر لا هم روان دی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۸۲ نور خبریالان هم له هېواده وتلي دي.
د دغو خبریالانو ډېری اوس په پاکستان او نورو هېوادونو کې په ناامن او بېثباته وضعیت کې ژوند کوي.
د بې پولې خبریالانو سازمان ټینګار کوي چې جلاوطني د ستونزو پای نه دی؛ ځکه خبریالان په کوربه هېوادونو کې د اخراج له خطر، اداري فشارونو، د قانوني استوګنې د نشتوالي، د کار جواز د نه لرلو، روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او آن د نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې سازمان د څېړنې له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخ اخراج پالیسي لامل شوې چې لسګونه خبریالان په زور بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ستانه کړای شي؛ هغه ځای ته چې لا هم د نیولو او ځپلو خطر ورسره مل دی.
د خبریالانو د ملاتړ د دې بنسټ راپور ښيي چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه په نړیواله کچه مخ په زیاتېدو دي.
بې پولې خبریالانو زیاته کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د هغو هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې تښتېدلي، له ۱۹ څخه ۴۰ هېوادونو ته لوړ شوی دی.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له لږ تر لږه ۶۵ بېلابېلو هېوادونو څخه تر ۱۴۰۰ ډېر خبریالان اړ شوي چې خپل هېوادونه پرېږدي.
له افغانستان وروسته، روسیه او میانمار هم په دې احصائیه کې د پام وړ برخه لري.