ګوټېرېش او شریف د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړي

1 Min Read

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر، شهباز شریف د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیوګوټېرېش سره د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د پام وړ زیاتوالي په اړه بحث کړی دی.

دا لیدنه په داسې مهال ترسره شوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې کېږي.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د پاکستان تازه بریدونو د ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوي، د پاکستان لومړي وزیر له د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او اصولو ته د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې ګوټېرېش په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د رول او د نړیوالې سولې او امنیت په برخه کې د دغه هېواد د ونډې ستاینه کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply