اسماعیل بقايي: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه د ایران د اندېښنې وړ ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او کړکېچ د ختمولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

اسماعیل بقايي وویل، د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د ایران لپاره مهمه موضوع ده او د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د حکومت په ټولو کچو کې د تهران لپاره د اندېښنې وړ ده.

هغه وویل چې ایران څو ځله څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د کړکېچ د ختمولو لپاره له هر ممکن اقدام څخه ډډه نه کوي او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ایران داسې مهال د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی چې اوسمهال پاکستاني چارواکي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو ډګر تود ساتلی او له څو ورځو راهیسې تهران ته د پاکستانیو چارواکو تګ راتګ زیات شوی دی.

بلخوا ویل کېږي چې ایراني چارواکي د مذاکراتو پرمخ بیولو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي دي.

ایراني او امریکايي چارواکي د روان کړکېچ د ختمولو لپاره یوې هوکړې ته د نږدې کېدو راپورونه ورکوي، خو لاتراوسه وروستۍ پرېکړنه نه‌ده شوې.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply