امرالله صالح: افغانستان په کورنۍ جګړه کې دی

3 Min Read
Amrullah Saleh (ehem. Leiter des National Directorate of Security, Afghanistan)

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال، امرالله صالح وايي، افغانستان اوسمهال په یوه کورنۍ جګړه کې دی، خو د تاوتریخوالي کچه محدوده ده او خبرداری ورکوپ چې ښايي ډېر شي.

صالح له اوتلوک انډیا سره په مرکه کې، چې نن خپره شوې، خبرداری ورکړی چې: “د مشروعیت لپاره د یوه میکانیزم او په سیاست کې د خلکو د ګډون او د خپل برخلیک په اړه د نظر ورکولو د حق د برابرولو له رامنځته کېدو پرته، افغانستان له یوه لا خونړي او ویجاړوونکي کورني جنګ سره مخ کېدای شي.”

هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د مخالفانو له‌خوا رامنځته شوې ننګونه واقعي ده، خو ویلي یې دي چې تر اوسه یې کارولي بمونه په کافي اندازه غږ نه لري.

امرالله صالح وايي: “نامشروع او دیکتاتور نظامونه خپل مخالفان او د خلکو عمومي قهر کم ارزوي او طالبان هم له دې قاعدې مستثنا نه دي.”

صالح زیاتوي: “موږ په ټول هېواد کې او د طالبانو د جوړښتونو دننه د استخباراتي سرچینو پراخه شبکه لرو.”

هغه وویل، د افغانستان د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو شاهد نه دی پاتې شوی او وايي چې لومړۍ ډله د دویمې ډلې پوروړې ده.

صالح همداراز ویلي چې ځواکمن هېوادونه د القاعدې په څېر د وسله‌والو ډلو فعالیتونه څاري، خو د طالبانو مخالفان یوازې پر طالبانو تمرکز کوي.

هغه طالبان ملي ضد، تمدن ضد، د ټول‌شمولیت ضد او ښځه‌ضد بللي او ویلي یې دي چې خلک د بېلابېلو لارو، چې تر ټولو څرګنده یې پوځي جګړه ده، له دې ډلې سره مخالفت کوي.

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي چې دی د نړیوالې ټولنې په نوم د یوه واحد بنسټ پر شتون باور نه لري او په دې باور دی چې هر هېواد بېلابېل سیاستونه لري.

امرالله صالح وايي: “یو واحد اجماع شتون نه لري. تر اوسه اجماع دا وه چې طالبانو ته فرصت ورکړل شي څو خپل متمدن مخ وښيي.”

هغه زیاتوي: څو قطبي‌توب شتون لري او هیله لرو چې دا وضعیت به د طالبانو مخالفانو ته فرصت ورکړي چې لا ډېر ملاتړ ترلاسه کړي او لا معنا لرونکو سرچینو ته لاسرسی ومومي.”

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply