د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، د افغانستان د سولې، پراختیا او راتلونکې لپاره د ښځو اغېزمن حضور او د هغوی غږونه حیاتي ارزښت لري.
یوناما د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، باید افغان ښځو او نجونو ته د زدهکړو، رهبرۍ او ټولنیز ګډون فرصتونه برابر شي.
د یوناما خبرپاڼه وايي، په نړیواله همکارۍ، سولې او ټولګډونه پرېکړه نیونه کې د ښځو رول د ستاینې وړ دی.
یوناما زیاتوي، ډیپلوماتې ښځې یوازې په نړیوالو چارو کې ګډون نهکوي؛ بلکې د مشرانو، سوله جوړوونکو او د برابرۍ مدافعینو په توګه هم مهم رول لري او د هغوی غږونه د یوې عادلانه او باثباته نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.
یاد بنسټ ډېروي، په افغانستان کې پر عامه ژوند او د پرېکړو په بهیر کې د ښځو اغېزمن حضور ډاډمنول لاهم خورا مهمه چاره ده او په وینا یې چې د سولې، پراختیا او د افغانستان د راتلونکې لپاره د ښځو غږونه حیاتي ارزښت لري او باید ورته د زدهکړو، رهبرۍ او د ټولنې په ټولو کچو کې د ګډون زمینه برابره شي.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ښځې او نجونې باید وکولای شي په ځانګړې توګه د ډیپلوماسۍ او عامه خدمتونو په برخو کې فعاله ونډه واخلي.
یوناما ټینګار کړی چې کله ښځې په ټولنیزو او سیاسي بهیرونو کې شاملې وي؛ ټولنې لا پیاوړې، مقاومې او سولهییزې کېږي.