امریکا: طالبان ترهګره ډله ده، د پاکستان د دفاع د حق ملاتړ کوو

2 Min Read

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان ځانګړې نړیواله ترهګره ډله ده او واشنګټن د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د پاکستان د دفاع د حق ملاتړ کوي.

د وزارت یوه ویاند له امریکا غږ سره خبرو کې وویل: “د طالبانو ډلې د سیمې د بې ثباته کولو لپاره تاوتریخوالي ته لاره هواره کړې ده. متحده ایالتونه د طالبانو له بریدونو څخه د ځان دفاع کولو لپاره د پاکستان د حق ملاتړ کوي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او په وینا یې ترهګرې ډلې د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې نه د سنګر په توګه کار اخلي.

یاد وزارت دا د امریکا او نړۍ په ګټه بولي چې افغانستان بیا هېڅکله د ترهګرو پناه ځای ونه ګرځي او دغه هېواد خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن وي.

د پاکستان جېټ الوتکو د سپټمبر ۲۰مه په کونړ او پکتیکا کې ځینې سیمې بمبارۍ کړې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په درېیو سیمو کې د ځانمرګو بریدکوونکو د روزنې مرکزونه په نښه شوي او ۲۸ کسان په کې وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی به د پاکستان د بریدونو ځواب ورکړي او زیاتوي، ملکیانو ته زیانونه اوښتي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply