د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ادعا کړې چې هیڅوک نه شي ثابتولی چې د افغان ښځو حقونه دې تر پښو لاندې شوي وي.
د دغه وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر ادعا وکړه او ویې ویل: “د افغانستان په معاصر تاریخ کې افغان ښځې اوس له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو برخمنې دي چې بېلګه یې نه لیدل کېږي او په دې برخه کې لسګونه زره لاسته راوړنې لري.”
هغه وايي، په افغانستان کې ښځې هېڅ مشکل نه لري.
خو ياد طالب ویاند یادې څرګندونې داسې مهال کړې چې طالبانو له څه باندې پنځو کلونو راهیسې نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې، د ښځو پر مخ یې د کار دروازې تړلې، د ښځو ازادي يې محدوده کړې ده.
دغه راز، دوی له ښځو سره توپیریز چلند کوي، پارکونو ته یې په ورتګ بندیز لګولی، د حجاب په پلمه یې زنداني کوي، د ښځو پر سفر یې محدودیتونه لګولي، او هغه کمعمره نجونې چې له زدهکړو او ماشومتوبه محرومېږي، واده ته اړ کېږي.