ملاشېرین: جګړه کندهاریانو کړې، جمهوریتیان مرتد دي، کاش ایرانیان شیعه نه‌وای

3 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت مرستیال، تمیم عاصي پر خپل ایکس‌پاڼه د خپل یوه نږدې ملګري خبرې خپرې کړي چې په تېر نږدې وخت کې کندهار ته تللی او هلته یې د کندهار لپاره د طالبانو له والي، ملاشېرین اخند سره کتلي دي.

عاصي چې د خپل دغه ملګري نوم نه دی په ډاګه کړی، خو وايي، هلمند کې د پام وړ نفوذ لري او طالب یې د افغانستان لپاره مطلق زهر بللی چې افغانستان به تباه کوي.

یاد کس ویلي چې په ملاشېرین ورته په کتنه کې وویل: “جګړه کندهاریانو کړې او قرباني یې هم کندهاریانو ورکړې ده، نو اوس غنیمت هم زموږ حق دی، حق مو په زور اخیستی دی. امیرالمؤمنین حفظه‌الله تل کندهاری و او کندهاری به وي، افغانستان د کندهار دی.“

ملاشېرین په دې کتنه کې ویلي چې د جمهوریت کارکوونکي ټول مرتد دي او که عفوه یې نه وای کړې نو زرګونه به یې په دار ځړولي وای.

ملاشېرین وايي: “د جمهوریت افغانان مرتد دي، د ناټو او امریکا همکاران او د اشغال برخه وو، موږ هغوی وبخښل؛ که نه، باید په هر ښار کې په دار ځړول شوي وای او زرګونه کسان مو اعدام کړي وای، هغوی باید زموږ منندوی وي، موږ هغوی عفو کړل. دوی دې پر سیاست، حکومتولۍ او سوداګرۍ کار نه لري. موږ پرې پوهېږو، هغوی باید زموږ کار وکړي او زموږ شکر وباسي.“

د کندهار والي ویلي، فساد د افغان ځوانانو تر پښو لاندې دی، له دین څخه منحرف شوي او د فېسبوک شر، فساد دوی بې‌لارې کړې دي.

طالب والي، ملاشېرین زیاته کړې: “د کابل کابینه مو د بهرنیانو لپاره جوړه کړې ده. دلته واک د کندهار د علماوو په لاس کې دی. کابل کاغذونه تیاروي، کندهار ته یې رالېږي.“

د کندهار لپاره د طالبانو والي زیاتوي، ټي‌ټي‌پي ورسره د دوی په جهاد کې همکاري کړې او دوی باید د هغوی حق ادا کړي او په وینا یې چې پاکستان کې جهاد روا دی.

ملاشېرین زیاته کړې: “بهرنیو مجاهدینو قرباني ورکړې ده، هغوی په سنګرونو کې زموږ ترڅنګ وو، اوس زموږ اسلامي او ایماني دنده ده چې هغوی ته ځای، ژوند او معاش ورکړو. ټي‌ټي‌پي ته مو ویلي چې له پاکستان سره جګړه وکړئ او موږ دلته ستاسو ترڅنګ یو. په پاکستان کې جګړه جهاد دی، د پاکستان حکومت یو مطلق کفري حکومت دی.“

ملاشېرین د هلمند له یاد اوسېدونکي سره ایرانیان ستایلي چې د دوی له حکومت سره مرسته کوي، خو په شیعه‌والي یې خواشیني ښودلې ده او زیاته کړې یې ده چې کاش سم مسلمانان وای.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply