حکمتیار: طالب مشران له بهره ټاکل شوي او کابل د امریکا لخوا ورسپارل شوی

5 Min Read

د افغانستان د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار وايي، طالب مشران له افغانستان څخه بهر ټاکل شوي او کابل د امریکا لخوا ورسپارل شوی او حکومت یې همدا اوس هم له جدي داخلي مخالفتونو او وسله‌وال مقاومت سره مخ دی.

هغه په یوه مقاله کې چې پر خپل ایکس یې خپره کړې، وویل: “د کابل اوسنی حکومت چې د یوې ډلې حکومت دی، نه شورا لري او نه اساسي قانون؛ مشران یې له هېواده بهر ټاکل شوي او کابل د امریکا لخوا دوی ته سپارل شوی دی او همدا اوس هم له جدي داخلي مخالفتونو او وسله‌وال مقاومت سره مخ دی. که څوک فکر کوي چې همدا حکومت کولای شي د دوی لپاره ډېر کارونه ترسره کړي، دا به بله ستره تېروتنه وي.”

حکمتیار د طالبانو او سعودي کمپنۍ ترمنځ د تېلو د ایستنې تړون په تړاو ویلي، دا به د سیمې د هېوادونو به غبرګونونو سره مخ شي او په خبره یې چې خلیلزاد د دلال په توګه د لاسلیک مراسمو کې ګډون درلود.

هغه وايي: “په دې تړاو جالبه خبره دا وه چې په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر او د امریکايي «یونیکال» شرکت پخوانی مامور د دې قرارداد په غونډو کې د دلال او منځګړي په توګه حاضر و. لا جالبه دا چې واشنګټن اعلان وکړ چې هغه نه امریکايي مامور دی او نه له واشنګټن څخه استازیتوب کوي.”

نوموړي ټينګار وکړ چې دغه تړون به پراخې نیابتي جګړې له ځان سره ولري.

ګلبدین حکمتیار زیاتوي: “په ډاډ سره ویل کېدای شي چې دا قرارداد به هم د تېر په څېر د افغانانو لپاره اوږدې او پراخې نیابتي جګړې له ځان سره ولري. د دې شرکت سیالان به لاس تر زنې ناست او بې‌پروا نندارچیان پاتې نه شي. دا ډول قراردادونه هغه مهال له ستونزو پرته عملي کېدای شي چې له یوه قانوني او د ولس له غوښتنې څخه راوتلي حکومت سره لاسلیک شي.”

د حزب مشر زیاته کړه، هغه حکومتونه چې د بهرنیانو په پیسو او وسلو رامنځته او تحمیل شوي وي، هېڅکله نه شي کولای هغه ارزښتونه او زېرمې چې د ټول ملت ملکیت دي، له دې او هغه سره معامله کړي او د داسې خپل‌سرو معاملو له زیانمنو پایلو څخه مخنیوی وکړي.

د هغه په وینا، حتی که څوک خپل شخصي کور هم بل چا ته وپلوري، په اصل کې مکلف دی چې د ګاونډي رضایت او موافقه په پام کې ونیسي.

حکمتیار وویل:  “نن د افغانستان وضعیت داسې دی چې د یوې ډلې څو زورواکي کسان کولای شي هېواد، ارزښتونه او زېرمې یې کله امریکا ته، کله روسیې او چین ته، کله هند او پاکستان ته، کله ایران او کله سعودي ته وپلوري؛ پرته له دې چې له ولس څخه پوښتنه وکړي او داسې سترې ملي مسئلې د ولس د استازي شورا کې وڅېړي.”

ګلبدین حکمتیار زیاته کړه، ډیلټا، یونیکال او هر بل شرکت یوازې هغه مهال په خپل کار کې بریالی کېدای شي چې دا ډول ستره ملي معامله له یوه قانوني حکومت سره ترسره کړي، نه له یوه جګړه‌یز لوري سره؛ او قرارداد هم باید د سیالو شرکتونو ترمنځ د آزادې داوطلبۍ له لارې وشي، نه دا چې د تېر په څېر د رشوت او د څو زورواکو د پېرلو له لارې ترلاسه شي.

حکمتیار وویل، که هغوی فکر کوي چې روسیه، چین او ایران دومره کمزوري شوي چې اوس د دوی پر وړاندې د اقدام هېڅ توان نه لري، نو دا به یقیناً یوه ستره تېروتنه او پر خپل ځواک بې‌ځایه باور وي.

هغه په اخر کې پوښتي چې ایا د تېر وخت ناکامۍ او پخوانۍ خونړۍ تجربې دومره بسنه نه کوي چې له ورته اقداماتو څخه د بیا تکرارولو ډډه وشي؟

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply