په هرات کې د وسلهوالو طالبانو د امنیه قوماندانۍ تایید کړه چې ۱۹ ښځې یې د حجاب نه مراعتولو په تور نیول شوې وې او وروسته یې خپلو کورنیو ته سپارلي، خو وايي، لا هم د ښځو نیول دوام لري.
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر، نجیبالله علي ویلي: “شاوخوا له ۱۹ څخه لږ څه زیاتې ښځې چې اسلامي حجاب یې نه مراعتاوه، اړوندو ځایونو ته ولېږدول شوې او وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شوې څو له دې وروسته اسلامي حجاب مراعت کړي.”
تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په هرات کې د ښځو او نجونو نیول رد کړي وو.
بل پلو، ملګرو ملتونو ویلي وو چې شاوخوا ۳۰ ښځې د حجاب د نه مراعتولو له امله نیول شوې وې او یوشمېر یې وروسته خوشې شوې دي.
یوشمېر ښځو ویلي چې په ښار او بازار کې د ښځو حضور کم شوی او دې چارې د یوشمېر دوکاندارانو پر کاروبار هم اغېز کړی دی.
د هرات یوې ۲۷ کلنې ښځې ویلي، که څه هم د طالبانو لخوا غوښتل شوی حجاب مراعتوي، خو بیا هم به ډار له کوره وځي.
د ښځو د حقونو فعالانې وايي، دا ډول اقدامات به د ښځو د لا زیاتې انزوا او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لا لرې کېدو سبب شي.
په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې پیل شوه. وروسته د هرات د جبرئیل سیمې یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه وکړل.
ځايي سرچینې ادعا کوي چې دغه اعتراضونه د زدهکړې، کار او ازادۍ تر شعار لاندې پیل شول، خو طالبانو پرې ډزې وکړې.
د دغو اعتراضونو ځپلو نړیوال غبرګونونه هم راپارولي دي.
ملګرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د هرات د معترضانو پر وړاندې له حده زیات زور کارولی چې له امله یې د یوه هلک په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر نور ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته د ښځو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګولي چې لا هم له کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخامخ دي.