حمدالله محب: کرزي له سي‌آی‌اې سره اړیکې درلودې چې لنډمهاله مشر ټاکل شوی و

2 Min Read

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب “پر کابل خپاره سیوري – د جمهوریت سقوط له دننه روایت” تر سرلیک لاندې خپل نوی تحلیلي او يادښتي کتاب کې وايي، حامد کرزي له امریکا سره د اړیکو درلودلو پر اساس د لنډمهالې ادارې مشر ټاکل شوی و.

هغه یو له هغو دلیلونو څخه چې ولې حامد کرزی د بن په کنفرانس کې د لنډمهالې ادارې په مشرۍ وټاکل شو، له امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، یا سي‌آی‌اې، سره د هغه اړیکې بولي.

محب لیکي چې کرزی په تصادفي ډول ۱۴ کاله په واک کې پاتې نه شو، بلکې د واک ساتلو او د قدرت د توازن د خپل ځان په ګټه بدلولو ځانګړې وړتیا یې لرله.

محب په خپل کتاب کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اشرف غني په پرتله، داسې یو کس بللی چې د سیاسي شبکو په جوړولو، جنګسالارانو ته د امتیاز ورکولو او د واک په ساتلو کې ځانګړې وړتیا لري.

محب وايي، اشرف غني بیا تر ډېره د بنسټونو جوړولو، د قدرت له شبکو سره د مبارزې، خپلوي‌پالنې او پر اړیکو ولاړ سیاست سره د مقابلې لوري ته تمایل درلود.

د محب په لیکنه، کرزي له دغو شبکې جوړونو څخه هم ګټه اخیسته.

هغه وايي، په هغه دوره کې چې کرزی په واک کې و، د هغه وروڼه او د محمد قسیم فهیم ورور په کابل کې د کابل بانک د فساد په قضیه کې ښکېل وو او په دې قضیه کې د ډېرو کسانو پیسې حیف‌ومیل شوې.

د محب په وینا، د دغې قضیې اصلي تورن کسان د قدرت له شبکو سره د اړیکو له امله له پوښتنې او حساب ورکولو سره مخ نه شول.

محب زیاتوي چې حامد کرزي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کابل بانک له پراخ مالي ملاتړ څخه برخمن و.

تر دې دمه حامد کرزي د محب د یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply