په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د وسلهوالو شخړو د قربانیانو په اړه خپل څېړنیز راپور خپور کړی چې پهکې راغلي، د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال تر اګست یعنې د طالبانو تر واکمنېدو پورې یې د ۴۰زره ملکي وګړو وژل کېدل او د ۷۷زرو څخه د ډېرو ملکي وګړو ټپي کېدل مستند کړي دي.
یوناما ویلي چې دا راپور د هغو څېړنو موندنې دي چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د بشري حقونو څانګې لخوا د وسلهوالو شخړو د قربانیانو د تجربو او اړتیاوو د معلومولو لپاره ترسره شوې دي.
دا راپور تر ډېره پر هغې مودې تمرکز لري چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د پوځي مداخلې له پیلېدو څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، یعنې د طالبانو تر واکمنېدو پورې دوام لري.
دا راپور د وسلهوالو شخړو له ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو، ۲۳ غیرحکومتي بنسټونو چې د وسلهوالو شخړو د قربانیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي، او د طالبانو د ادارې له ۲۳ چارواکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.