په کابل کې د جنايي پېښو او غلاوو له ډېرېدو سره هممهاله د طالبانو د کابل والي ملا امینالله عبید په مشرۍ امنیتي غونډه شوې چې اړوند چارواکو په کابل کې د جنایي پېښو د مخنیوي او د عامه نظم د ټینګښت لپاره پر ګډ کار ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کابل والي دفتر وویل، په دې غونډه کې د والي ترڅنګ د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه، د استخباراتو رییس ملا عبدالجبار ابوخالد، د علماوو شورا مرستیال او د څوارلسګونو ولسوالیو ولسوالانو، د امنیتي حوزو مسوولانو او د محکمو استازو ګډون کړی و.
د کابل والي امنیتي مسوولانو ته سپارښتنه کړې څو د امنیت د تامین او د خلکو د خدمت لپاره خپلې دندې په اخلاص او بشپړې ژمنتیا ترسره کړي او هغه همدارنګه په امنیتي او اداري چارو کې پر جدیت او قاطعیت ټینګار کړی دی.
همداراز په دې غونډه کې د کابل د علماوو شورا مرستیال شیخ محمد ظاهرخان خادم د همغږۍ او د مسوولیت احساس د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
په وروستیو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو د وسلهوالو غلاوو په اړه شکایتونه کړي چې د مبایلونو، نغدو پیسو، موټرو او د کورونو د لوټلو پېښو له سختې وېرې سره مخ کړي دي.