د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د افغان ښځو او نجونو وضعیت بوږنوونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه سیستماتیکه ځپنه د بشریت پر وړاندې جنایت بلل کېږي.
بینېټ په جېنوا کې د “عدالتغوښتنې، حقیقت موندنې او پخلاینې؛ په افغانستان کې د قانون پر بنسټ د حکومتولۍ د بیارامنځته کېدو بنسټونه” په نوم غونډه کې وویل، د طالبانو لخوا د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول پر یوې عادي او پراخې چارې بدله شوې چې دا په اصل کې د ملکي خلکو پر وړاندې د ځپنې په معنا ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل: “دغه وضعیت په سمه توګه د جنسیتي توپیر په توګه توصیف کېدای شي. افغان ښځو په خپله ویلي چې دغه اصطلاح د دوی د ژوند تریخ حقیقت په ښه توګه بیانوي”.
هغه وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي پای ته رسول هراړخیزو هڅو او ټولو نړیوالو ابزارو ته اړتیا لري چې د بشري حقونو له سرغړونکو څخه باید حساب واخیستل شي او هیڅوک دې له مجازاتو نه معاف کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندیز وکړ چې جنسیتي توپیر دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه په نړیوالو تړونونو کې شامل کړای شيڅو د مخنیوي او څار لپاره یې قانوني لاره هواره شي.