نورالله نوري: که نړۍ ګډه‌وډه کېږي هم، هبت‌الله د شریعت له یو حکم نه تېرېږي

1 Min Read

د وسله‌والو طالبانو د سرحدونواو قبایلو چارو وزیر، وايي، که نړۍ ورسره ګډه‌وډه کېږي هم، هبت‌الله د شریعت له یوه حکمه نه تېریږي.

نورالله نوري د خپلې ډلې مشر، هبت‌الله اخندزاده د نړۍ پرمخ یوازېنی په شریعت ټینګ کس وباله او زیاته یې کړه مشر یې په دین کې ځانګړې پوهه لري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې او له افغانستان نه بهر د ځمکې پرمخ داسې بل څوک نه‌شته چې تر هبت‌الله اخندزاده دې شریعت ته ډېر پابند وي.

نوري وویل چې هبت‌الله په کامل ډول امیر دی او ټوله ورځ او د شپې تر ناوخته عبادتونه او غونډې کوي.

نورالله نوري زیاتوي: “څوارلس نیم سوه کاله وروسته افغانانو ته هغه دین په لاس ورغلی، چې د هغه لپاره یې پیدایش شوی.”

نوري د خپلې خبرې د اثبات لپاره په الله سوګند یاد کړ او زیاته یې کړه چې هبت‌الله ته نږدې کسان په دې پوهېږي او په وینا یې چې جهاد یوازې په وسله نه، بلکې په پوهې، وسایلو، او پرمختللو تخنیکونو سره هم کېږي او زلمیان باید په دې برخه کې مخکښ اوسي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply