د طالبانو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر ادعا کوي چې دوی یو واقعي اسلامي حکومت جوړ کړی او د نړۍ ځینې هېوادونه دغه پرمختګ نهشي زغملای.
عبداللطیف منصور دغه راز ادعا کړې: “نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو ازادي او د نجونو زدهکړې یوازې د یوې معمولي پلمې په توګه کاروي او له همدې امله د دوی حکومت په رسمیت نهپېژني.”
منصور په کابل کې د خپلې ډلې له اړوندې یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل، دا هېوادونه له طالبانو سره له رسمي تعامل څخه ډډه کوي او د ښځو د حقونو او زدهکړو مسایل یې د خپلو سیاسي موخو لپاره یوه وسیله ګرځولې ده.
دغه وزیر د افغانستان له خاورې د پېښېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه خپاره شوي راپورونه بېبنسټه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له خاورې هیڅ هېواد ته خطر نهشته.
هغه له امریکایانو سره شل کلنې جګړې او همداراز مذاکراتو ته په اشارې وویل، هغو کسانو چې پخوا دوی ترهګر بلل، بېرته ورسره خبرو ته کېناستل او اوس یې د وطن اصلي بچیان بولي.
منصور پاکستان تورن کړ چې د ګاونډیتوب له ادعا سره سره په افغانستان کې ثبات نهغواړي او په باور یې، اسلاماباد یوازې له طالبانو سره نه، بلکې د افغانستان د هر نظام پر وړاندې عقده لري.
یاده دې وي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له روسیې پرته د نړۍ هیڅ یوه هېواد هغوی په رسمیت نهدي پېژندلي.
نړیوالې ټولنې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لګول شوي بندیزونه او د ټولشموله حکومت نشتوالی د طالبانو د رسمیت پېژندلو تر ټولو مهم خنډونه بللي دي.