د طالبانو د ویاند مرستیال ادعا کړې چې د طالبانو مشر، هبتالله اخندزاده پرون له غرمې مخکې په کندهار کې د دغې ډلې د ۲۰۵ قول اردو ځواکونو ته وینا کړې ده.
د حمدالله فطرت په وینا، هبتالله په خپله وینا کې ټینګار کړی چې د طالبانو ځواکونه باید متحد واوسي، له قومپالنې او ملګريپالنې ډډه وکړي او خپلې شخصي ګټې د نظام قرباني کړي.
هبتالله همدارنګه د دولتي موټرو او وسلو په کارولو کې د احتیاط غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې له دغو وسایلو څخه باید په ناسمو ځایونو کې ګټه وانخیستل شي.
نوموړي زیاته کړې ده: “هڅه وکړئ، چې جوماتونو ته درناوی او عزت ورکړئ. قرآن کریم د قرائت، تجوید او معنا له مخې زده کړئ. ځانونه په بېګټې کارونو مه بوختوئ. د علم زده کړې ته دوام ورکړئ. خپلو مشرانو او استادانو ته درناوی وکړئ او اطاعت یې وکړئ.”
د خپرې شوې وینا له متن سره سم، هبتالله د خپلې وینا لویه برخه دیني موضوعاتو، په ځانګړي ډول لمانځه ته ځانګړې کړې وه او د تېرو وختونو په څېر یې د افغانستان او نړۍ روانو تحولاتو ته هېڅ اشاره نه ده کړې.
دا ښايي په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو په یوه قول اردو کې د هبتالله اخندزاده لومړنۍ علني وینا وي.
کندهار، چې د طالبانو د مشر مرکز دی، د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېر یوه کال کې څو ځله د پاکستان پوځ له هوايي او ځمکنیو بریدونو سره مخ شوی دی.
هبتالله د دغو بریدونو هېڅ یوه ته هم غبرګون نه دی ښودلی.
هبتالله تر ډېره د یوه سختدریځي او د ښځو او نجونو د زده کړو د مخالف شخصیت په توګه پېژندل کېږي.
نوموړی د طالبانو له هغو څلورو لوړپوړو چارواکو څخه دی چې د جرمونو نړیوالې محکمې یې د نیولو حکمونه صادر کړي دي.