د وسله والو طالبانو یو غړي، عبدالحق حماد وايي، په افغانستان کې نجونې اسلامي اصول نه مراعتوي، نو ځکه ځوانان ځانته جلبوي.
حماد په یوه مرکه کې ویلي: “نجونې اسلامي اصول نه مراعت کوي، ځوانان ځانته جلبوي او بیا هغه ځوان هم مجبوره کېږي د غلا په وسیله پیسې پیدا کړي او نجلۍ ځان ته راخپله کړي.”
د حماد په خبره: “کله چې ځوان د نجلۍ د لاسته راوړلو لپاره پیسې ونهلري، نو مجبور دی غلا وکړي، اختطاف وکړي او مجبور دی چې څوک ووژني او یا سل کاره نور.”
خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکي بیا وايي، طالبي استبداد افغانستان د ښځو او نارینهوو لپاره سور اور ګرځولي.
دوی وايي، طالبانو کار ورک کړی، روزګار نه شته او بیا چې د بېرزوګارۍ له کبله د غلاوو کچه زیاتېږي، نو دغسې رسنیز مبلغین یې په احمقانه ډولد غلاوو زیاتوالی هم آن معصوصو افغان نجونو او مېرمنو پورې تړي.
دوی زیاتوي: “څومره لوی ظلم، څومره لوی حماقت، اخر ولې؟”